د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د اوزبیکستان د درملو او د صنعت د پراختیا ادارې له رییس عبدالله عزیزوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
ښاغلي عزیزی د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې له ۵۰ سلنې زیاتوالي ته په اشارې سره ویلي، چې د سوداګریزو راکړو ورکړو د لا زیاتېدو پراخ ظرفیت شتون لری.
نوموړي همداراز د باکیفیته درملو پر وارداتو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې په بازار کې د درملو د کیفیت کنټرول او مناسب قیمت ته پاملرنه له لومړیتوبونو څخه ده.
همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزیر د اوزبیکستان له پانګهوالو غوښتي، چې د افغانستان له خصوصي سکتور سره په ګډه په هېواد کې پانګونه وکړي.
ورته مهال عبدالله عزیزوف د افغانستان امنیتي وضعیت مثبت ارزولی او د درملو په ځانګړي ډول د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د اوزبیکستان د لېوالتیا خبر یې ورکړی دی.
نوموړي همداراز د افغانستان د خوړو او درملو له ادارې سره د ګډ کاري ټیم د جوړېدو خبر ورکړی او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا او په هېواد کې د درملو د وېش د مرکزونو پر جوړولو یې ټینګار کړی دی.
غونډې په پای کې، نورالدین عزیزی ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د خصوصي سکتور یو پلاوی د لا زیاتو همکاریو د ارزونې لپاره اوزبیکستان ته سفر وکړي.

