د ایران «خاتمالانبیا» مرکزي قرارګاه ویاند اعلان کړی چې په دې هېواد کې د نسکورې شوې الوتکې د پیلوټ ژغورنې لپاره د امریکا عملیات ناکام شوي دي.
د یادې قومندانۍ ویاند زیاته کړې؛ ایراني ځواکونو په دې عملیاتو کې C130 او دوه بلکهاک امریکايي چورلکې د اصفهان په سویل کې را نسکورې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې یاد پیلوټ یې « د امریکا په تاریخ کې د زړورو علمیاتو په ترڅ کې» ژغورلی دی.

