د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال کایرات تورسنکلوف سره لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.
ورته مهال ښاغلي تورسنکلوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته بلنه ورکړه، چې قرغیزستان ته سفر وکړي.
په پای کې دواړو لوریو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي له امله خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه دې تر یو میلیارد ډالرو پورې لوړه شي.

