ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قطر د ایران پر وړاندې د جګړې د سمدستي درېدو او سیمې ته د ثبات او امنیت بېرته راګرځېدو پر اړتیا ټینګار کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په دې ټیلیفوني خبرو کې د زور له کارونې سره د مخالفت، د ملي حاکمیت او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي په اړه د خپل هېواد پر اصولي دریځ ټینګار کړی او د جګړې د سمدستي بندېدو او سیمې ته د ثبات او امنیت د بېرته راګرځېدو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا، سید عباس عراقچي اوسنی وضعیت د امریکا او اسراییلي رژیم له لوري پر ایران د پوځي یرغل پایله بللې او ویلي یې دي، چې یادو هېوادونو په سیمه کې له خپلو پوځي مرکزونو او شتمنیو څخه په ناوړه توګه د ایران پر ضد د یرغل لپاره ګټه اخیستې ده.