ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي اميرخان متقي: د اورمچي په مذاکراتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګټورې خبرې شوي

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ، له مولوي امیرخان متقي سره د دوو ‌اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو تحولاتو او د چین اورمچي ښار کې د افغانستان ـ پاکستان روانو مذاکراتو په اړه خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د مثبتې ارزونې ترڅنګ له خپل چینایي سیال او د هغه له ټیم څخه په اورمچي کې د مذاکراتو د تنظیم او کوربتوب له امله مننه کړې.

همداراز نوموړي د سعودي عربستان، ترکیې، د قطر دولت او د متحده عربي اماراتو د منځګړیتوب هڅې ستایلې دي.

مولوي امیرخان متقي ویلي، چې تر دې دمه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکراتو کې  ګټورې خبرې شوې دي او هیله ده چې جزئي تعبیرات د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نه شي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له خپل حریم څخه دفاع خپل مسلم حق ګڼي او د متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو پر دوام باور لري.

ورته مهال د چین سفیر ویلي، هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو لپاره هڅه کوي او دغه بهیر یې په بې پلوۍ پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، د سیمې د جیوپولیتیک وضعیت په درک سره، تمه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړونې بهیر، نېک نیت او د تاوتریخوالي نشتون دوام ومومي.