د کانونو او پټرولیم وزارت د هایدرو کاربونو عمومي رییس ملا محمد اسرائیل د جوزجان ولایت په یتیمتاق ساحه کې د ګازو څاهګانو د کار او روانو چارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د دې ساحې د دویمې څاه د کیندنې کار روان دی او د نورو څاګانو د کیندنې چارې به ډېر ژر پیل شي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د دې څاګانو په بشپړېدو سره به له نویو څاګانو څخه د ګازو د استخراج کچه په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا یو میلیون او ۲۵۰ زره متره مکعب ته ورسېږي.

