ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سیسټمونه عصري کېږي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي او د شته سیسټمونو د عصري کولو پروپوزل د بحث لپاره وړاندې شو.

یاد معاونیت زیاته کړې، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد پروپوزل د تایید وړ وبلل شو او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شو.

اقتصادي معاونیت په وینا: د یاد پروپوزل د تطبیق لپاره یو کال وخت او شاوخوا یو میلیارد افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې، چې هېوادوالو ته به د خدماتو وړاندې کولو پروسه چټکه او شفافیت به ورسره رامنځته شي.

 همداراز په دې غونډه کې د هېواد د ټولو بندرونو لپاره د ماسټر پلان د جوړولو پر اړتیا او ارزښت هم خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو وویل، د اسلام کلا، نیمروز، تورغونډۍ او ابو نصر فراهي بندرونو لپاره د ماسټر پلانونو پر جوړولو کار روان دی، چې په ټاکلي وخت به بشپړ شي.

بلخوا د تخنیکي کمېټې له لوري یاد وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د هېواد د نورو بندرونو لپاره دې هم ورته ماسټر پلانونه جوړ او د نهايي تصمیم نیونې په موخه دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.