د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني تېره ورځ (جمعه د وري ۲۸مه نېټه) د کابل–غزني لویې لارې د دویم لین د درېیو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې ده.
نوموړي د دې لویې لارې د بېلابېلو برخو د لیدنې پر مهال د قراردادي شرکت مسوولینو ته د کار د چټکتیا، د کیفیت د ښه والي او د پروژې د ټاکلي وخت دننه بشپړېدو په اړه اړینې سپارښتنې کړې دي.
ښاغلي ثاني ویلي: «موږ د دې سړک د کار د چټکتیا لپاره بودیجه درکوو، تاسو هم هڅه وکړئ چې د دې پروژې چارې په ټاکلي وخت او تر امکان پورې ژر بشپړې کړئ.»
د ټولګټو وزارت وایي، د کابل–غزني لویه لاره د هېواد له مهمو او ستراتیژیکو لارو څخه ده.
یاد وزارت د دې لویې لارې د ۱۱۱ کیلومتره برخې اساسي بیارغونه په پینځو برخو وېشلې، چې دا مهال یې د لومړۍ، درېیمې او څلورمې برخې کارونه روان دي.
د ټولګټو وزارت په وینا، په دې پروژه کې د ګڼ شمېر پلچکونو، لویو پلونو او یو شمېر نورو تاسیساتو جوړول هم شامل دي.
اوس مهال د دې پروژې په بېلابېلو برخو کې د کیندنې، د پلچکونو او پلونو د جوړولو او هموارولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د خلکو د تګ ـ راتګ ستونزې هوارې شي او د کروندګرو او سوداګرو لپاره به د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

