ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر بادغیس ته سفر کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني، د دې وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهی په ملتیا د یوه سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته رسېدلی.

شیخ شیر احمد حقاني د دې سفر پر مهال د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د دې ادارې د کارکوونکو ستونزې او غوښتنې یې له نږدې اورېدلي دي.

همدرانګه د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني، د ناسمـو دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۱۷مې ګڼې فرمان د پلي کېدو  په موخه جوړه شوې ناسته کې ویلي، اسلامي امارت د ټولنې اصلاح او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله په ۱۷مې ګڼې فرمان کې ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او د ټولنې ګټه پکې نغښتې ده.

ښاغلي حقاني په وینا، اسلام د اسانتیا او سهولت دین دی، د دې فرمان په مراعتولو سره به د خلکو په ژوند کې الهي نعمتونه زیات شي او ټولنه به له خرافاتو لرې شي.

دغه‌راز د اطلاعاتو او کلتور وزیر له خلکو وغوښتل چې خپلې حلالې شتمنۍ په ناسمو او غیرې شرعي دودونو کې ونه لګوي.

ښاغلي فراهی ویلي، د دې سفر موخه د سیاحتي او ګرځندویي برخو د وضعیت ارزونه او همداراز د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فعالیتونو څېړنه ده.

مولوي حیات‌الله مهاجر فراهی همدارنګه د هېواد د تاریخي ابداتو د ساتنې او پالنې پر اهمیت ټینګار کړی او د دې اثارو ساتنه یې د ټولو هېوادوالو ګډ مسولیت بللی دی.

نوموړي ویلي، لومړی باید موږ خپله دا فرمان عملي کړو او وروسته یې د خلکو ترمنځ د غوره تطبیق لپاره هڅې وکړو.

ښاغلي فراهي زیاته کړې، چې د دې فرمان د ښه خپرېدو او پلي کېدو غوره لار دا ده، چې د منبرونو او رسنیو له لارې خلکو ته ورسول شي.

دغه راز د خپرونو چارو مرسیتال د رسنیو د رول او فرهنګي فعالیتونو اهمیت ته په اشارې سره، د رسنیزو پروګرامونو پر پیاوړتیا او د دې برخې د کارکوونکو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.