د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي اوزبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف سره وکتل.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او له افغانستان څخه اوزبیکستان ته صادراتو زیاتولي برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې کړي.
دغه راز دې کتنه کې افغانستان ته د اوزبیکستان د والیانو په سفر او بلخ ولایت کې د افغانستان صادراتو، تولیداتو او محصولاتو د مرکز په جوړېدو هم خبرې شوې دي.

