ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل په کوربتوب د دودیزې غېږنېونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

د افغانستان په کوربتوب د دودیزې غېږنېونې نړیوالې سيالۍ نن پنج‌شنبه (۱۴۰۵کال د غويي ۳مه) د ۱۰۰ کورنیو او ۶۰ بهرنیو لوبغاړو په ګډون پیل شوې.

د يادو سياليو د پرانیستې په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د ریاست‌الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم، د ملي راډیو تلویزیون عمومي رییس قاري محمد یوسف احمدي او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رییس مولوي احمدالله وثیق په یادو مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارت رهبرۍ د پاملرنې له برکته په افغانستان کې ورزش پراخ، پیاوړی او ټول شموله شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې اوسمهال د افغانستان ګوټ – ګوټ کې ورزش ژوندی دی او هره میاشت په هېواد کې نږدې ۴۹۰ ورزشي برنامې تر سره کېږي.

ورته مهال، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په يادو مراسمو کې ویلي، افغانستان ته د نړیوالو لوبغاړو راتګ د دې څرګندونه کوي، چې افغانستان اوس د امن پر کور بدل شوی دی.

ښاغلي متقي زیاته کړه، افغانستان له ستونزو راوتلی او د پرمختګ پر لور ګامونه اخلي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې افغانستان د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه د مرکزي اسیا له هېوادونو سره ښې اړیکې او همکاري لري.

ښاغلي متقی، سیمه کې د خطرناکې جګړې په پیل اندېښنه وښوده او د مذاکراتو او اوربند پر دوام یې ټینګار وکړ.

یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ به د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان، تاجيکستان، ترکمنستان، ایران او ترکيې هېوادنو د لوبغاړو ترمنځ د کورش، سامبو او دودیزې غېږې نیولو په کټګوریو کې ترسره شي.