ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غویي «ثور» اتمه؛ د کمونیستي رژيم پر وړاندې د مجاهدينو د بريا ورځ!

نن (سه‌شنبه، د غویي ۸مه) د افغانستان په معاصر تاريخ کې د کمونیستي رژيم د سقوط له ۳۴مې کليزې سره برابره ده.

د دې ورځې په مناسبت د راډيو عمومي ریاست د غونډو په تالار کې مراسم ترسره شول، چې په کې د اسلامي امارت يو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

اسلامي امارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د غويي اتمه د هېواد د ازادۍ او وياړ ورځ بللې ده. د اعلاميې له مخې، ۴۸ کاله وړاندې د ثور په ۷مه، ۱۳۵۷ کال کې يو شمېر کمونیستانو کودتا وکړه، چې له امله يې هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ شو.

اعلاميه زياتوي، چې د هېواد مجاهدينو او ازادي‌پالو مسلمانانو له ۱۴ کلنې مبارزې وروسته، په ۱۳۷۱ کال د غويي په ۸مه د شوروي اتحاد له نفوذ څخه هېواد وژغوره او خپلواکي يې ترلاسه کړه.

په همدې مراسمو کې د راډيو عمومي ریيس قاري محمد يوسف احمدي وويل، افغانانو د کمونیستي رژيم په ماتولو سره نه يوازې سياسي، بلکې فکري ازادي هم ترلاسه کړه.

همداراز، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مرستيال مولوي سعدالدين سعيد وويل، د دې ورځې نمانځنه اوسني او راتلونکو نسلونو ته دا پيغام ورکوي چې افغانان يو سرلوړی ملت دی او هېڅکله تېری او یرغل نه مني.

ورته مهال د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري بيا وويل، د غویي اتمه د پخواني شوروي اتحاد د ړنګېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

په همدې حال کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي شهاب‌الدين ثاقب دا ورځ د افغانانو د خوښۍ او وياړ ورځ وبلله.

دغه‌راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي وویل، چې د غویي اتمه د افغانانو په ډېرو قربانیو ترلاسه شوې ده.

همدارنګه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستيال شيخ عبدالحکيم حقاني د دې ورځې نمانځنه د راتلونکو نسلونو لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، د پلچرخي دښتې د کمونیستي رژیم د ظلمونو ګواهي ورکوي.

ورته مهال د امارتي شرکتونو عمومي ریيس مولوي احمدجان بلال ټينګار وکړ، چې د غویي اتمه د افغانستان په تاريخ کې نه هېريدونکې ورځ ده.

د جهادي اثارو راټولولو او تنظیم رییس قاري عبدالستار سعید وویل، اسلامي امارت د جهاد او مبارزو د تاریخ خوندي کولو ته پوره پاملرنه کړې ده.