عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د( ۱۴۴۷/۱۱/۱۲هـ ق) نېټه د مالیې وزارت د مسوولینو لپاره په جوړ شوي دوه ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او وینا وکړ او ګډونوالو ته یې مهمې توصیې او لارښوونې وکړې.
په دغه سیمینار کې د مالیې وزارت وزیر، مرستیالانو، د ولایتونو مستوفیانو، د مرکزي دارالافتاء عمومي رییس، د جهادي مدارسو عمومي رییس، د دیني خپرونو د نظارت او کره کتنې ادارې رییس، د کندهار والي، د بېلابېلو ریاستونو رییسانو او یو شمېر علماء کرامو او مسوولینو برخه اخیستې وه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، زموږ مسولیت د الله جل جلاله د شریعت عملي کول دي او د هر کار لپاره چې مقرر شوي یاست پر تاسو باندي د هغه کار شرعي زده کړه فرض ده.
نوموړي جناب زیاته کړه، د علماء کرامو نصیحتونو ته غوږ نیسئ، نیکي مشورې یې اورئ، پوره درناوی او قدر یې کوئ، ځکه د علماء کرامو په قدر او عزت سره اسلام عزتمند کیږي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، د حکومت د خلکو مسولیت دادی، الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ، چې د مجاهدینو په ټولو کې مهم هدف دادی چې لمونځونه او شرعي احکام به اقامه کوي، د جمعې لمونځ به د مسلمانانو د شرعي امام لخوا او د هغه په اذن او اجازه اقامه کوي او د مسلمانانو لخوا شرعي امام د اسلامي احکامو د تنفیذ لپاره دی، زموږ مسولیت اول په ځان او بیا په خلکو کې د الله تعالی د شریعت عملي کول دي، نو اول خپل ځان په دین باندې پوه کړئ او بیا خلکو ته د الله تعالی احکام ورسوئ، ورته بیان یې کړئ او په دین یې پوه کړئ او د هري کچې مسؤلین چې یاست دینداري ته ډیره توجه وکړئ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مسؤلینو ته په خطاب کې وویل، په ګمرکونو کې چې تاسي کوم محصولات جمع کوئ دا د خلکو پیسې دي، نو دا بیت المال دی، ډیر احتیاط کوئ چې بېځایه دا مال مصرف نه کړئ، تاسو مسولین یاست پر تاسو اړینه ده چې اوس به د بیت المال مسائلو ځانونه پوه کوئ او علم به ورباندي راولئ، دا مالونه چې تاسو جمع کوئ دا بیت المال دی، داسي معامله به ور سره کوئ لکه د یتیم د مال سره او کوښښ وکړئ چې دا مالونه د خلکو په عام مصالحو کې مصرف شي نه په شخصي مصالحو کې.
دغهراز نوموړي زیاته کړه، ځانونه خادمان بولئ، په کارونو کې غفلت مه کوئ، په غیرې مقصودي کارونو کې ځان مه مصروفوئ که د غفلت څخه تاوان پیښ شو بیا غفلت عذر نه دی، خپلو ملګرو ته توجه وکړئ ځکه د هغوی د نیمګړتیاوو مسولیت هم ستاسو دی، کوښښ د دې وکړئ چې امانت داري مو له منځه ولاړه نه شي، ځکه د امانت داري سره ایمان تړلی دی که امانت داري ولاړه ایمان ورسره ځي، د خپلو شخصي ګټو پر ځای عامه مصالحو ته متوجه شئ، ته، امتیاز ځان ته مه ور کوئ، تواضع کوئ او د دیني شعائرو ساتنه کوئ، او د خلکو سره سختي مه کوئ، د خلکو سره اساني کوئ، خلک د الله تعالی له رحمته مه مایوسه کوئ ځکه الله پاک توبه قبلونکی دی او خلک په نفرت کې مه اچوئ، خلک د جماعت سره عادت کړئ، خپل لمونځونه مو هم باید په جماعت سره وي، د خلکو سره په لمانځه کې یوځای کیږئ، که تاسي غواړئ چې اسلام ته قدر ورکړئ نو د علماء کرامو سره ناسته کوئ، باید ستاسي د مجلس خلک صالحان وي، او د خلکو د حاجت پر مخ دروازې مه بندوئ، د خلکو سره د نژدې اوسیږئ تر څو خلک تاسي ته درسي او ستاسو سیاست له نږدې وویني، مسؤلیت داسي چاته مه ورکوئ، چې اهلیت یې و نه لري، خپل ماتحت ملګري خپلو وظیفو ته متوجه کړئ، تر څو د خلکو کارونو کې ځنډ رانه شي خلکو ته په کارونو کې اسانۍ جوړي کړئ تر څو ښه خدمت وکړای شئ.
په پای کي ټولو علماء کرامو او مسؤلینو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت او تعهد تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره کوښښ کوي.

