د ریاستالوزراء د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند په مشرۍ، د ملی تدارکاتو کمېسیون نوبتی غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د ریاستالوزرا د اقتصادی معاونیت وایي، جې یادې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۶ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له بحث وروسته د ۲.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې شوې او په څلورو پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلی دی.
دغه راز د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د پروژې تدارکاتی پروسه او قیمت بیاځلې و ارزوی.
همدا رنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په شرایطو له برابرو شرکتونو سره د پروژې په اړه د ورکړل شویو قیمتونو په اړه مذاکره وکړی او یوه پروژه له دې امله بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوې چې ګټونکی شرکت یې په ټاکلی قیمت له تطبیق څخه انصراف کړی و. دغه شرکت د همدې سرغړونې له امله د محرومیت کمېټې ته معرفی شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د مخابراتی وسایلو، سړک جوړونې، برېښنا رسونې او توزیع او یو شمېر نورو برخو پروژې شاملې دی چې د افغانستان اسلامی امارت له لوری تمویلېږی.

