ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کې د صلاحیتونو د پوهاوي پینځه ورځنی سیمینار پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د «زونونو رییسانو او ولایتي امرینو د صلاحیتونو او مسولیتونو د پېژندنې» تر سرلیک لاندې پینځه ورځنی سیمینار د دې ادارې په مرکز کې پرانیستل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یادې ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت، د مالي او اداري چارو مرستیال مفتی فضل‌الرحمن فاضل، د مرکزي ادارې یو شمېر رییسانو او د زونونو او ولایتونو مسولینو ګډون کړی و.

مولوي غلام حیدر شهامت د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي نظام په چوکاټ کې د خدمت‌ګذارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، مسولین باید ځانونه د خلکو خدمت ته وقف کړي او د خپلو دندو په ترسره کولو کې له دقت او ژمنتیا کار واخلي.

نوموړي همداراز د بیت‌المال د ساتنې او د چارو د شفافیت پر اهمیت ټینګار وکړ.

ښاغلي شهامت د تعلیمي نصاب د بازار له اړتیاوو سره سم تنظیم، د وړتیا پر بنسټ د افرادو ګمارنه او د زده‌کړو د کیفیت لوړول د ادارې د پرمختګ مهم عناصر وبلل.

نوموړي زیاته کړه، چې مسولین باید د خپلو اړوندو برخو له ټولو جزیاتو څخه بشپړ معلومات ولري او د زده‌کړو کیفیت لوړولو لپاره د نوښتونو او نصاب نوي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بلخوا، د مالي او اداري چارو مرستیال د دې ډول سیمینارونو د اغېزمن استعمال پر اړتیا ټینګار وکړ او دا یې د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره مهم وباله.

همداراز د کارکوونکو چارو رییس وویل، د ورته پروګرامونو ترسره کول د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیمینار به پینځه ورځې دوام وکړي، چې پکې به د اداري مدیریت، صلاحیتونو، مسولیتونو او د زده‌کړو د بهیر د ښه‌والي اړوند موضوعات ګډونوالو ته وړاندې شي.