د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې د هېواد د صنعتي برخې لپاره د برېښنا د بنسټونو پر پراختیايي پروژو او د خدماتو پر اړتیاوو خبرې کړې دي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، ښاغلي همکار د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې د برېښنا انرژۍ په برخه کې د شویو همکاریو او ژمنو یادونه کړې او د صنعت د پراختیا لپاره یې د شته اسانتیاوو په اړه معلومات شریک کړي دي.
بلخوا، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د صنعتي سکتور لپاره د برېښنا د خدماتو د پراختیا او ډاډمنتیا په برخه کې د برېښنا شرکت هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې د اقتصادي ځانبساینې لپاره به صنعتکارانو ته نوې اسانتیاوې برابرې او د پانګونې زمینه به لا پراخه کړي.
نوموړي همداراز د پنجشېر ولایت لپاره د برېښنا د تولید او تاسیساتو د پروژو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړي دي.
د برېښنا شرکت وایي، د مشرتابه د لارښوونو پر بنسټ یې د صنعتي برخې ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کړې او د باثباته برېښنا د برابرولو لپاره یې په هېواد دننه د تولید یو شمېر پروژې پیل کړې دي.

