د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسول ډاکتر تاج الدین اويوالی او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې ډاکتر تاج الدین اويوالی اړمنو او په ځانګړي ډول راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو په رسولو کې د اسلامي امارت د همکاريو مننه کړې او ویلي یې دي، د ملګرو ملتونو سازمان او په ځانګړي ډول يونيسف له افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او هڅه کوي، ترڅو راستنېدونکو کډوالو ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د موسسو او د افغانستان اسلامي امارت مسولينو تر منځ د ګډ کار په پايله کې تر اوسه ۴۵ زره تنو ته د کارموندنې زمينه برابره شوې او همداراز دغه بنسټ تيار دی، چې راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو او افغانانو ته د کارموندنې فرصتونو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.
همدارنګه د رياست الوزرا اداري مرستيال د يونيسف استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو مسول او پلاوي سره پر دې لیدنه خوښي ښودلې او د يادو سازمانونو له بشري مرستو څخه يې مننه کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان له اړمنو سره د مرستې لپاره تل پر وخت اقدام کړی او په بېلابېلو برخو کې يې د پام وړ مرستې کړې دي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز کډوالو ته د ښارګوټو او کورونو جوړولو لپاره د ياد سازمان له لېوالتيا مننه کړې او زیاته کړې یې ده، د افغانستان اسلامي امارت به په دې برخه کې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي په پای کې ځوانانو ته د کارموندنې پر موضوع ټينګار کړی او ویلي یې دي، د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو ته چمتو دی.

