ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د درملو برخه کې همکاري زياته شوې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د اوزبېکستان هېواد له مرستیال سفیر جمشید بدلوف او د یاد هېواد د درملو جوړولو شرکتونو له پلاوي سره ناسته کړې.

عامې روغتیا وزارت وایي، په دې ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، افغانستان ته له اوزبېکستان څخه د درملو د صادراتو پیل، په افغانستان کې د درملو د تولید ظرفیت او د ځینو درملو د واردولو پر اړتیا خبرې ترسره او نظرونه شریک شوي دي.

همدارنګه، د بهرنیو شرکتونو د ثبت او راجستر بهیر کې د اسانتیاوو او د درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې د پانګونې فرصتونو په اړه بحث ترسره او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار شوي دي.