د افغانستان کرېکټ بورډ يوه پلاوي د چين هېواد په رسمي بلنه د ورزشي ډيپلوماسۍ، تخنیکي همکاریو او د کرېکټ دودولو په موخه ياد هېواد ته سفر کړی.
د کرېکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې د ياد پلاوي مشري پخوانی لوبغاړی او روزونکی نوروز منګل کوي، چې ورسره څلور لوبغاړي (قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ) د سفر ملتيا کوي.
په ياده خبرپاڼه کې د بورډ د اجراییوي رییس نصیب خان له قوله ويل شوي: «چین له شک پرته افغانستان سره د صنعت او سوداګریزو برخو کې ډېر ښکېل دی، هیله ده دواړه هېوادونه د کرېکټ په ډګر کې هم نږدې و اوسي او خپلې تجربې سره شریکې کړي، چې د ياد پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو لا ډېره مثبته اغېز وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کرېکټ بورډ تېر کال د اوزبیکستان «کرېکټ اتحادیې» سره هم د کرېکټ د پرمختیا، تخنیکي تجربو شریکولو، د کرېکټ لوبې ودې او بېلابېلو ورکشاپونو د ترسراوي په موخه د همکاريو تړون لاسلیک کړی و.

