ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسرائيلي رژيم په وروستيو بريدونو کې لږ تر لږه ۵۱ لبنانيان وژل شوي

الجزیرې د لبنان د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی، چې په ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله د دوو روغتیایي کارکوونکو په ګډون ۵۱ لبنانیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې مارچ میاشتې د دویمې نېټې راپدېخوا پر لبنان د اسرائیلي رژیم په تر سره شویو بریدونو کې ۲ زره او ۸۸۶ تنه وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

ورته مهال، ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په یاده موده کې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۰۳ روغتیایي کارکوونکي وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.