ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان پلاوي د قرغزستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د افغان پلاوي په مشرۍ، د کازان د اوولسم نړیوال بحث په څنډه کې د قرغزستان د لومړي وزیر له مرستیال امان ګیلډیوف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال هم ګډون درلود او دواړو لوریو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډو پروژو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

شیخ نداء محمد ندیم د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري او قرغزستان کولای شي د خامو موادو د پروسس، صنعت او نورو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

بلخوا، قرغزستاني پلاوي افغانستان د سیمې لپاره مهم هېواد وباله او څرګنده یې کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخ فرصتونه شتون لري.

هغوی زیاته کړه، چې قرغزستان د افغانستان په زیربنايي او اقتصادي پروژو کې همکارۍ ته چمتو دی او د رېل پټلۍ پروژې به د افغانستان د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز اتصال لپاره مهم رول ولوبوي.

قرغزستاني پلاوي همداراز د افغانستان اوسني پرمختګونه وستایل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه دی.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د متقابلو همکاریو د پراختیا، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ګډو اقتصادي او علمي پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.