ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه تېره ورځ شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په دویمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې شوې او په ۷ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل.

 د څلورو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

همدا ډول د درېیو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې تدارکاتي پروسه بیاځلې و ارزوي او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

همداراز د دوه نورو پروژو په اړه پرېکړه وشوه، چې مقیدې داوطلبۍ ته دې وړاندې شي. په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د غزني ولایت د زردالو بند د جیوتخنیک مطالعاتو بشپړول، د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ۱۴ کیلومتره سړک جوړول، د کابل – لوګر سړک د لومړي لاټ له پای څخه تر سنګ نوشته پورې د سړک جوړول، د فاریاب ولایت په لولاش، د غزني ولایت په اندړو، د دایکنډي ولایت په کجران، د بادغیس ولایت په بالامرغاب، د بامیان ولایت په کهمرد او د خوست ولایت په موسی خېل ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او همداراز په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې  منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.