د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د بررسۍ قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له خوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذوالقعدة الحرام د میاشتې په ۶مه نېټه په ۱۴۹۱ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.
یاد وزارت وایي، چې د غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د بررسۍ په قانون کې یوه مقدمه، څلور بابونه، څلور فصلونه او ۳۱ مادې شاملې دي، چې د تطبیق مرجع یې د سترې محکمې نظامي معاونیت د غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د بررسۍ ریاست دی.
دغه وزارت زیاته کړې، په دې قانون کې له متصرف سره د غایبو او مفقودو اشخاصو د مالونو پرېښودلو شرطونه، د اسلامي امارت لهخوا د حفاظت شرطونه او بیت المال ته یې د استرداد شرطونه بیان شوي دي.
د دې قانون لهمخې د غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د بررسۍ ریاست د غایبو او مفقودو اشخاصو د هغو مالونو پر ساتنې مکلف دی چې د هېڅ شخص په تصرف کې نه وي او د غصب وېره یې شتون ولري.
د یاد قانون د نهمې مادې لهمخې، که د هغو املاکو مالک، ورثه او یا وکیل حاضر شي چې د اسلامي امارت تر حفاظت او ساتنې لاندې دي او د ملکیت د سپارلو غوښتنه وکړي، یاد ریاست مکلف دی چې د قاضي له حکم سره سم ملکیت هغوی ته وسپاري. دې مادې د ساعین بالفساد د ملکیتونو یا د هغو د منافعو سپارل د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم ته مشروط کړي دي.
د غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د بررسۍ قانون په یوې بله برخه کې راغلي هغه املاک چې مالک یې مړ شوی وي او هېڅ وارث او مستحق ونه لري، د یادو شویو املاکو مالک او وارث بیت المال دی او بیت المال ته ردېږي.
د ملکیتونو د ثبت او کرایه ورکولو او منقولو ملکیتونو د پلورلو په برخه کې د غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د بررسۍ ریاست مکلفیتونه، د مستأجر مکلفیتونه، د اداري طی مراحلو څرنګوالی، د غایبو اشخاصو د شرعي وکیل شرطونه، د بهرني وکالتخط اعتبار او مالک ته د جمع شویو عوایدو سپارل د دغه قانون له نورو برخو څخه دي.
د دې قانون په نهه ویشتمه ماده کې راغلي دي: « ریاست مکلف دی، د قاضي له حکم سره سم هغه شخصي کورونه چې د رسمي او غیررسمي افرادو او ادارو لهخوا د اسلامي امارت له فتحې څخه وروسته او یا له دې نه مخکې په خپل سر نیول شوي، اصلي مالک یا شرعي وکیل ته وسپاري.»
د یادونې وړ ده، چې هېوادوال کولای شي د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په برېښنایي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرې قانوني چاپ یې ممنوع دی.

