ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبيكستاني شرکت د افغانستان تازه مېوې اوزبیکستان، روسيې او اروپايي هېوادونو ته صادروي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اوزبیکستان د «پرایم» کرنیزو صنایعو شرکت له رییس مراد قدرتوف سره د سوداګریزو همکاریو پراختیا او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې لیدنه کې د پرایم شرکت رییس ویلي چې پرایم شرکت چمتو دی د افغانستان تازه مېوې اوزبیکستان، روسیې او اروپایي هېوادونو ته صادرې کړي.

له بلې خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یاد شرکت له همکاریو هرکلی کړی او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې یې د لازم چمتووالي ژمنه کړې.