ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د بې ګناه ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې د پاکستان سفارت شارژدافیر ته شديد او قاطع اعتراض وړاندي کړی دی.

یاد وزارت زیاتوي، پاکستان باید دا درک کړي چي د نیابتي سیاستونو د تطبیق پر ځاى باید خپلو داخلي ستونزو ته په اساسي ډول حل ومومي.

 بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا هیڅ ممکنه نه ده، چې په يوه خاوره کې د ماشومانو او ښځو شهیدانول، د بلې خاورې د امنيت ټينګښت په معنا شي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د پاکستان له لوري د تکراري پاروونکو اقداماتو او جنایتونو د ټولو پايلو مسئولیت به د پاکستان پوځ پرغاړه وي.