ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عبدالرحمن قانت د افغانستان او امریکا سوداګرۍ ګډې خونې له رييس سره د پانګونې په جذب خبرې کړي

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت، د افغانستان او امریکا سوداګرۍ د ګډې خونې له رییس جفري ګریګو، سره لیدنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د یادې خونې رییس د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې د جذب او پراختیا په موخه د همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

 دغه‌راز د یاد وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د دوی د لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د هېواد د کانونو په برخه کې د معتبرو شرکتونو د پانګونې د جلب لپاره به د کانونو د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.