ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سږ کال جاپان په افغانستان کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پلي کوي

د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف په افغانستان کې د جاپان له سفیر کنیچي ماساموتو سره په لیدنه کې د اقتصادي، سوداګریزو، پراختیایي او بشري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د امنیت د ټینګښت، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د قاچاق د مخنیوي، د اداري فساد د کمښت او د اقتصادي پراختیا او بنسټیزو پروژو د پیاوړتیا په برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې.

نوموړي په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې (جایکا) د بشري او پراختیایي فعالیتونو په اړه د معلوماتو له وړاندې کولو سره وویل، چې جاپان د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري او پراختیایي مرستو دوام ته ژمن دی.

د جاپان د سفیر په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته جاپان افغانستان ته له ۵۶۰ میلیونو ډالرو څخه زیاتې بشري مرستې برابرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د روان میلادي کال په ترڅ کې به د جاپان په مالي ملاتړ په افغانستان کې د ۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې شي.

کنیچي ماساموتو وویل، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې، د چک‌ډیمونو د جوړولو، د اوبو د سرچینو د مدیریت او په کابل ښار کې د څښاک اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره هم د جاپان له لوري ۹.۳ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

بلخوا، د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف د افغانستان او جاپان اړیکې تاریخي او دوستانه وبللې او د بشري او پراختیایي همکاریو په برخه کې یې د جاپان له دوامدار ملاتړ څخه مننه وکړه.

نوموړي وویل، چې د خوړو د خوندیتوب د نشتوالي پر وړاندې مبارزه او د اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو له لارې د خلکو د ژوند د وضعیت ښه کول د اقتصاد وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

قاري دین‌محمد حنیف زیاته کړه، چې د شته امکاناتو په کارولو سره هڅه کېږي د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه راټیټه او د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شي.

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې زیانمنو شویو سیمو ته رسېدنه، د وچکالیو له امله د زیانمنو شویو خلکو ملاتړ، د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مبارزه او د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي او معیشتي ستونزو حل د نړیوالې ټولنې لا ډېرو همکاریو، بېړنیو پروګرامونو او پر ټولنیزو بنسټونو د پانګونې غوښتنه کوي.