ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د شبرغان ـ الوان دښتې د برېښنا غځولو پروژې له مسولینو سره لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسوولینو وویل، د شبرغان – الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برېښنا لین غځولو او د الوان دښتې د سب‌سټېشن د پراختیا چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي، چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همداراز دوی زیاته کړه، د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب و جستو کان د دویم بلاک په اکتشافي چارو کې هم پرمختګ شوی او ژمن دي، چې پاتې چارې به یې د افغان او بهرنیو متخصصینو پرمټ په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

 ورته مهال د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه شرکت له لوري ترسره شوې هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د یاد کان د اکتشاف ترڅنګ د سل سلنه پروسس لپاره د کارخونې پر جوړولو او د هغه لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابرولو چارې هم پيل کړي.

همدرانګه ملا عبدالغني برادر اخوند یاد شرکت ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.