د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ (دوشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال غبرګولي په لومړۍ نېټه) په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو ته د اینجې طبي بوټي د صادراتو او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په اړه بحث شوی دی.
یاد معاونیت زیاته کړې، له بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټه دې د یادې موضوع په اړه هراړخیزه څېړنه وکړي او خپل راپور دې له مشخصو وړاندیزونو سره یوځای اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
اینجه د افغانستان د هغو طبي بوټو له ډلې څخه ده، چې په زیاته کچه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي او ډېری هېوادوال په هېواد کې دننه د دغه بوټي په کښت او راټولولو بوخت دي.
همداراز، دې غونډې ته په هېواد کې د رنګه فلزاتو د وضعیت په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور هم وړاندې شوی، چې د تخنیکي کمېټې له لوري د تایید وړ وبلل شو او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شو.

