ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات ښار نوی ماسټر پلان د ریاست‌الوزرا مقام له لوري تایید شو

د هرات ښار نوی ماسټر پلان له دوو کلونو تخنیکي مطالعاتو، امکان‌سنجونې او ساحوي ارزونو وروسته بشپړ او د ریاست‌الوزرا مقام له لوري تایید شو.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه طرحه د کور او ښار جوړولو وزارت او د هرات د ښار جوړولو ریاست په همکارۍ چمتو شوې ده.

د یاد ماسټر پلان له مخې، د هرات نوی ښار به په ۵۰ زره جریبه ځمکه کې جوړ شي، چې ورسره به ښاري ځمکې تنظیم، د سړکونو او زیربناوو شبکې معیاري او د ښار د پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

همداراز د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمول، د شنو سیمو پراختیا، د صنعتي زونونو رامنځته کول او د تاریخي سیمو ساتنه د دې طرحې له مهمو موخو څخه بلل شوي دي.

د چارواکو په وینا، د دغه ماسټر پلان په پلي کېدو سره به هرات د ودې، ابادۍ او دوامدارې پراختیا نوي پړاو ته داخل شي او ښاریانو ته به د غوره ژوند، زیاتې پانګونې او متوازنې پراختیا زمینه برابره شي.