په کابل کې د ایران سفارت په کوربتوب په جوړه شوې مېلمستیا کې، چې د افغانستان او ایران له ۲۰۰ څخه ډېرو اقتصادي فعالانو، صنعتکارانو او پانګوالو پکې ګډون کړی و، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
په کابل کې د ایران سفارت ویلي، په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو اقتصادي فعالانو د ودانیزو صنعتونو، درمل جوړونې، لابراتواري تجهیزاتو، خوراکي صنعتونو، بټرۍ جوړونې او تخنیکي او انجنیرۍ خدمتونو په برخو کې تخصصي لیدنې او خبرې کړي.
یاد پروګرام د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د درېیو هوکړهلیکونو په لاسلیکېدو سره پای ته ورسېد.

