ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغاني سرې میاشتې ټولنه د زړه د تخصصي روغتون په پرانیستلو سره خپل روغتیايي خدمتونه پراخوي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور له ملي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د دې ادارې مجهز د زړه روغتون به ډېر ژر په کابل کې پرانیستل شي.

نوموړي زیاته کړې، دغه مرکز کې به هر کال شاوخوا دوه زره هغه ماشومان چې د زړه په ناروغیو، د زړه په سوري (د زړه د دېوال سوري) اخته وي، په وړیا توګه درملنه او عملیات ترلاسه کړي.

ښاغلي دلاور همدارنګه ټینګار کړی، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې او بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

شیخ شهاب‌الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې د بشري مرستو فعالیتونو ته په اشارې ویلي، چې دغه اداره د طبیعي پېښو، لکه زلزلو او سېلابونو پر مهال له لومړنیو مرستندویه بنسټونو څخه ده، چې اوس مهال هم د راستنېدونکو کډوالو د هرکلي او خدمتونو لپاره په بېلابېلو مرکزونو، اسلام‌کلا، تورخم، سپین‌بولدک او نیمروز کې روغتیايي اسانتیاوې، خوراکي مرستې او بېړني خدمتونه برابروي.

نوموړي ویلي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه د هېواد له مهمو مرستندویه بنسټونو څخه ده چې د بشري مرستو، روغتیايي خدمتونو، د طبیعي پېښو د زیانمنو شویو کسانو د ملاتړ او له کډوالو سره د مرستې په برخو کې فعالیت کوي.

د هغه په وینا، دغې ټولنې په وروستیو کلونو کې د درملنې او بېړنیو مرستو په برخه کې خپل خدمات لا پراخ کړي دي.