د ریاستالوزرا د اقتصادي چارو معاونیت د معلوماتو له مخې، د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د قادس خوردک بند د جوړولو ۵۷ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه بند د ۱۷.۷ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او د ۱,۴۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا به ولري.
د یاد معاونیت په وینا، د دې پروژې د جوړولو لګښت ۸۸۰ میلیونه افغانۍ دی، چې د افغانستان اسلامي امارت له بودېجې تمویلېږي.
د ریاستالوزرا د اقتصادي چارو معاونیت زیاته کړې، چې د قادس خوردک بند د دیوال ټولیز اوږدوالی ۱۹۰ متره، لوړوالی یې ۳۲ متره او د اوبو د تخلیې (ډیسچارچ) ظرفیت یې په یوه ثانیه کې ۴۰۶ متر مکعب دی.
دغه پروژه، چې د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې پلې کېږي، د اوبو د مدیریت، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره مهمه بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه بند په رغنیزو چارو کې تر ۲۰۰ ډېر هېوادوال په کار بوخت دي.

