ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزار اقتصادي معاونیت: د غالیو اوبدلو صنعت کې یو میلیون هېوادوال پر کار بوخت دي

د ریاست الوزار اقتصادي معاونیت ویلي، د افغانستان غالیو اوبدلو برخه کې په مستقیم او غیرې مستقیم ډول شاوخوا یو میلیون وګړي په کار بوخت دي.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې، اسلامي امارت لاسي صنایعو په ځانګړي ډول غالیو صنعت ته ځانکړې پاملرنه کړې، چې د تېرو څلورو کلونو پر مهال دغه صنعت د پخوا په پرتله ډېره وده کړې، چې بهر هېوادونو ته یې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

یاد معاونیت ویلي، سږ کال د ۱۴میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۶۰ زره متر مربع غالۍ اروپایي، عرب، افریقایي هېوادونو، ترکیې، امریکا، کاناډا، اسټرالیا او روسیې ته صادرې شوې دي.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې، د افغاني غالیو لپاره یې د بازار موندنې په موخه په کور دننه او یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې نندارتونونه جوړ کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې افغاني غالۍ بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان په نوم او نښان صادریږي چې د کیفیت او ډیزاین له کبله یې نړۍ‌وال شهرت زیات شوی دی.