د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په مشرۍ د یوه پلاوي په ملتیا د بګرام زندان د عمومي وضعیت ارزولو ترڅنګ له زندانیانو سره خبرې کړې دي.
د ارګ د خبر پاڼې له مخې، یاد پلاوي د لیدنې پر مهال د زندان بېلابېلې برخې کتلي او د محبوسینو د ساتنې شرایط، روغتیايي خدمتونه، د خوراکي توکو وېش او د زندان د چارو د تنظیم بهیر یې له نږدې څېړلی دی.
دغهراز مولوي عبدالسلام حنفي د زندان مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې د زندانیانو حقوق په بشپړه توګه مراعت او د اړینو اسانتیاوو تامین ترڅنګ د بندیانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړی.
ورته مهال، د زندان مسولینو پلاوي ته د محبوسینو د وضعیت، د خدماتو د وړاندې کولو او ترسره شویو اصلاحاتو په اړه معلومات وړاندې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې د خدمتونو د ښه والي او د شته ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.

