ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډان ورځپاڼه: افغانستان د پاکستان له لوري د لارو له تړل کېدو مخکې بدیلو سوداګریزو لارو ته مخه کړې وه

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان د اسلام‌اباد له لوري د سوداګریزو او ترانزیټي لارو له تړل کېدو مخکې د بدیلو لارو د موندلو هڅې پیل کړې وې، څو پر پاکستاني بندرونو خپله تکیه کمه، له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

د راپور له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د پاکستان له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ کچه د پام وړ راټیټه شوې ده.

ډان ورځپاڼې لیکلي، چې دغه راکړه ورکړه په ۲۰۲۳ کال کې ۶.۷ میلیارده ډالره وه، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۳۶ میلیارده ډالرو ته راکمه شوې ده.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي؛ چې اسلامي امارت د بدیلو سوداګریزو لارو پر پراختیا او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا تمرکز کړی، څو د افغانستان سوداګري پر یوه مسیر متکي نه وي.

بل لور ته، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې پاکستان سوداګري له سیاسي موخو سره وتړله، چې په پایله کې یې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې زیانمنې شوې.

دوی زیاتوي، د بدیلو ترانزیټي لارو موندل او د کورني صنعت پراختیا د افغانستان لپاره د اقتصادي خپلواکۍ په لور مهم ګامونه دي او کولی شي د هېواد پر یوه ځانګړي ترانزیټي مسیر تکیه کمه کړي.