ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نفتو او ګازو شرکت هڅه کوي چې هېواد کې ارزانه اوبلن ګاز وړاندې کړي

د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت ویلي، د بازار د ثبات ساتلو او هېوادوالو د اړتیاوو برابرولو په موخه په یو شمېر ولایتونو کې د اړونده شرکت د پلور مرکزونه په مناسبه بیه اوبلن ګاز وړاندې کوي.

د یاد شرکت په وینا، اوس مهال د دغه شرکت په پلورنځیو کې د کابل او پروان ولایتونو کې د هر کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۶ افغانۍ، په بدخشان کې ۶۷ افغانۍ، په بلخ کې ۶۴ افغانۍ او په هرات کې ۶۰ افغانۍ ده.

یاد شرکت همداراز زیاته کړې، هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خلکو اړتیاو ته رسېدنه وکړي.