په مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست، نقیبالله احمدي، برونای داراسلام ته د سفر په ترڅ کې په دې هېواد کې د ترکیې له سفیر حامد ایرسوی سره لیدنه کړې.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې د تاریخي اړیکو او د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا د لارو چارو په اړه خبرې شوې دي.
همدارنګه یاد سفارت زیاته کړې، چې ښاغلي احمدي ورتهمهال د برونای دارالسلام له مفتي اعظم دوکتور حاجي اوونګ عبدالعزیز سره هم لیدنه کړې ده.
د دغه سفارت په وینا؛ په یاده لیدنه کې د افغانستان او برونای دارالسلام په دیني او ټولنیز وضعیت سربېره د دواړو هېوادونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې شوي دي او دغهراز دواړو لوریو د دیني علماوو د رول، ګډو علمي او کلتوري فعالیتونو او په راتلونکي کې د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په اړه ګډې خبرې کړې دي.

