د افغان–ازبک سوداګریز فوروم په ترڅ کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د څهباندې۲۰۰ میلیون ډالرو ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغو هوکړهلیکونو موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو پراخول دي.
د یاد وزارت په وینا، د دغو هوکړهلیکونو د لاسلیک په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف، د کانونو او پټرولیم او ټرانسپورټ وزیران، د فرغانې او تاشکند والیان، د سکتوري خونو مسولین او د دواړو هېوادونو یو شمېر پانګوال او سوداګر ګډون درلود.
نورالدین عزیزي د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه وویل، د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي سفر، چې د خصوصي سکټور ۳۰۰ استازي یې ملتیا کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مناسب فرصت برابر کړی دی.
دغهراز نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه به پنځه میلیارد ډالرو ته لوړه شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه، چې افغانستان او ازبکستان د ګډې پانګونې لپاره پراخ ظرفیتونه لري او د دواړو هېوادونو له پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته پانګونې فرصتونو څخه ګټه واخلي.
د نوموړي په وینا، شاوخوا ۱۰ زره ټنه د افغانستان پنبه د ازمایښتي پروګرام په توګه ازبکستان ته صادره شوې او ژمنه یې کړې، چې د افغانستان ۱۰۰ زره ټنه پنبه هم وپېري.
بلخوا، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال، جمشید خواجهیف، د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د نویو ترانزیټي لارو جوړول، د ترجیحي تعرفو پلي کول، د توکو د لېږد بهیر چټکول او د لوژستیکي مرکزونو رامنځته کول په اجنډا کې شامل دي.
خواجهیف همداراز د افغانستان اقتصادي ظرفیتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم وبلل او په دې برخه کې یې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

