د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس، شیخ شهابالدین دلاور، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رییس، یوهانس بروور، سره لیدنه کړې.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د روان او راتلونکي کال لپاره د بشري مرستو، ګډو پروګرامونو او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې شوي.
شیخ شهابالدین دلاور د نړیوالو همکارانو له مرستو مننه کړې او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رییس، یوهانس بروور، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د کونړ او نورستان ولایتونو د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره به نغدي مرستې هم وشي.

