ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزارت او يوې موسسې تر منځ د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو

د اوبو او انرژۍ وزارت د جاپان له PMS  موسسې سره د نږدې دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د یاد وزارت په وینا، د هوکړه‌لیک د لاسلیک مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د PMS موسسې له استازي سره هوکړه وکړه، چې له مخې به یې د ننګرهار ولایت د سپین‌غر ولسوالۍ د اوبو مدیریت او بنسټیزو پروژو لپاره نږدې دوه میلیونه ډالره ځانګړي شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر د PMS موسسې له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، دا هوکړه‌لیک د اوبو د بنسټیزو زیربناوو د پراختیا، د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت او د کرنې د وضعیت د ښه والي لپاره یو مهم ګام دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا؛ د هوکړه‌لیک له مخې، یاده موسسه به په دوو کلونو کې د سپین‌غر ولسوالۍ لپاره د اوبو اړوندې پروژې تمویل او عملي کړي. په دغو پروژو کې د ۱۰ چک‌ډیمونو، ۳ اوبو حوضونو، ۳ سربندونو، ۳ کانالونو جوړول او د یوه کاریز بیا رغونه شامل دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د دغو پروژو موخه د موسمي سېلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا، د اوبو سرچینو اغېزمن مدیریت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لوړول دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د پروژو له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۳۰۵ هکټاره کرنیزه ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي، له ۱۲۰۰ څخه زیاتې کورنۍ به ترې مستقیمه ګټه واخلي او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.