ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سمنګان د کډوالو ښارګوټي اصلاحي پلان منظور او لاسلیک شو

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د سمنګان ولایت د کډوالو ښارګوټي اصلاحي پلان منظور او لاسلیک شو.

 د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې یاد اصلاحي پلان د ۱۷۰۰ جریبه ځمکې لپاره ترتیب شوی، چې په کې ټولټال ۲۳۱۲ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي. د پلان له مخې، هره استوګنیزه نمره د پنځو بسوو پر بنسټ ډیزاین او تنظیم شوې ده.

 د دغه اصلاحي پلان منظورېدل د سمنګان ولایت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د معیاري استوګنې د زمینې برابرولو، د ښاري پراختیا د اصولو د پلي کېدو او د منظم ښارګوټي د رامنځته کولو په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي، څو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو ښارګوټي د منظور شویو ښاري او تخنیکي معیارونو له مخې پلان، طرحه او پراختیا ومومي، ترڅو راستنېدونکو هېوادوالو ته د مناسب، منظم او دوامدار استوګنیز چاپېریال زمینه برابره شي.