ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زلمی خلیل‌زاد: د پاکستان وضعیت ډېر کړکېچن دی او بیاکتنې ته اړتیا لري

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، چې د پاکستان وضعیت ډېر کړکېچن شوی او دغه هېواد جدي بیاکتنې او نوي پیل ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان اقتصاد له سخت بحران او بې‌ثباتۍ سره مخ دی او حکومت یې د اقتصادي ژغورنې لپاره په بېړه د مالي مرستو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د خلیل‌زاد په وینا، بلوچستان له پراخ وسله‌وال پاڅون سره مخ دی، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د تاوتریخوالي څپه روانه ده او په خیبر پښتونخوا کې هم امنیتي وضعیت ورته اندېښمنوونکی دی.

هغه همدارنګه ویلي، چې پاکستان د بهرني سیاست په ډګر کې هم شاتګ کړی او له افغانستان او هند سره یې اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې خرابې شوې دي.

زلمي خلیل‌زاد د عمران خان د بند د درېیمې کلیزې په مناسبت ویلي:«اوس اساسي پوښتنه دا ده چې آیا د هغه زنداني کول د پاکستان په ګټه تمام شوي که نه؟».