د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ګڼې کړنې او لاسته راوړنې لري، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.
– د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه له کوربه هېوادونو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړیوال سازمان او بهرنیو سفیرانو سره څو اړخیزې ناستې شوې دي.
– د ناستو له لارې په کوربه هېوادونو کې د افغان کډوالو لپاره د استوګنې د کارتونو، پاسپورټ او ویزو د نېټې غځولو لپاره زمینه برابره شوې ده.
– د داخلي بېځایه شویو حقوقي ملاتړ او په بېلابېلو برخو کې یې د لاسنیوي په موخه له ځینو وزارتونو سره د همکارۍ هوکړې لاسلیک شوې دي.
– د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په څه باندې تېرو درېیو کلونو کې له ۲۵۰ ډېر راستانه شوي د پاسپورټ اخیستلو لپاره د پاسپورټ لوی ریاست ته ورپېژندلي. ۵ زره او ۸۰ نور یې د زدهکړو او تحصیل د دوام او د کانکور ازموینې په موخه پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو او د ازموینو ملي ادارې او ۶۰ زره او ۲۳۱ یې د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستلو لپاره د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته ور پېژندلي دي.
– یاد وزارت ۴ زره او ۱۱ بېرته راستنو شویو او کورنیو بېځایه شویو ته اړینې حقوقي مشورې ورکړې دي.
– په دې موده کې بېرته راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ته د خدماتو چمتو کولو په موخه ۲۶ موسسې او بنسټونه ثبت او راجستر شوي دي.
– د ۳۴ ولایتونو د کډوالو چارو په ریاستونو، کابل هوايي ډګر، تورخم او سپینبولدک کې د ډیورنډ فرضي کرښې په څلورو نقطو، اسلام قلعه او میلک کې د راستنېدونکو معلوماتي سیسټم ARIS بېرته فعاله شوی دی.
– د کډوالو چارو وزارت، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ۴۰۰ مسلکي افغان سوداګرو او صنعتکارانو تثبیت او پېژندل، له ۱۰۰ مسلکي متخصصینو، سوداګرو او صنعتکارانو سره همغږي او راستنول او د مالیاتو معافولو په موخه یې صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ورپېژندل له خپلو نورو لاستهراوړنو څه ګڼي.
– دې وزارت په تېرو درېیو کلونو کې راستنېدونکو او داخلي بېځایه شویو ته د رسېدنې په موخه له ملي او نړیوالو موسسو سره د ۲۲۴ میلیونه، ۲۸ زره او ۶۵۰ ډالرو او ۲۶ میلیونه، ۹۱۴ زره او ۹۸۹ افغانیو په ارزښت ۳۳۷ هوکړې لاسلیک کړې دي.
– د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته ۱۲ زره او ۷۸۴ راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ځوانانو ته د مسلکي او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
– ۳۲ زره او ۵۴۸ راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
– په ایران او پاکستان کې مېشت یو زر او ۷۵۲ افغان کډوال د حج د فریضي ادا کولو لپاره معرفي شوي دي.
– په ټول هېواد کې له ۳۵۹ زره او ۲۷۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د ملي او نړیوالو موسسو له لوري د خوراکي او غیرې خوراکي توکو او نغدي مرستې شوې دي.
– سربېره پر دې ۸۰۴ زره او ۷۶۱ راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ته د ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

