افغانستان د سوداګرۍ په څلورکلن مزل کې له لوړو ژورو سره مخ و او محدودیتونو یې لارې تړلې وې. خو اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ او مثبت تعامل پر مټ د سیمې او ګاونډیو هېوادونو تر څنګ له اروپا او مریکا سره سوداګریز تارونه وغځول. افغانستان اوسمهال په شمار له سلو زیاتو هېوادونو سره راکړه ورکړه لري.
کله چې اسلامي امارت بیا ځلې پر افغانستان حاکم شو، د سوداګرۍ پر وړاندې د لارو تړل کېدو ترڅنګ بانکونه هم تر تعزیراتو لاندې شول او د افغانانو شتمني کنګل شوه، چې لا هم نه ده ازاده شوې. له دې ټولو خنډونو سره-سره افغانستان د سوداکرۍ کچه شاوخوا ۱۳ ملیارده ډالرو ته رسولې ده.
پاکستان، ایران، هند، چین، روسیه او اوزبیکستان اوسمهال د افغانستان تر ټولو مهم سوداګریز شریکان دي.
اسلامي امارت هڅه کوي، چې د بندرونو په معیاري کولو سره افغان سوداګرو ته نوې لارې پرانیزي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه، چې د سوداګرۍ په لاره کې د خنډونو لرې کولو او د سواګرو د ملاتړ په برخه کې کار کوي، وایي، چې څلور کاله وړاندې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې پرې شوې، خو اوس ېې تر پخوا مزل لا ګړندی دی.
د سیمې، ګاونډ او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا تر څنګ اسلامي امارت صنعت ته ډېره پاملرنه کړې او افغانستان دا مهال په ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شوی، زرګونه فابریکې فعالې شوې او په افغانستان کې ګن شمېر تولیدي توکي بهرنیو هېوادنو ته صادرېږي.
که څه هم د افغان سوداګرۍ په لاره کې لا خنډونه شته، خو د اسلامي امارت روانې هڅې به افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ له بازارونو سره ونښلوي او د اقتصادي ځانبسیاینې پر لور به ګامونه ګړندي کړي.

