څلور کاله وړاندې د (۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه) د افغانستان اسلامي امارت بیا ځلې پر افغانستان واکمن شو. په تېرو څلورو کلونو کې یې په سیاسي او اقتصادي ډګر کې چټک مزل وکړ.
مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې له نړۍ سره د سیاسي اړیکو د پياوړتیا ترڅنګ هغه سترې سیمهییزې پروژې پیل کړې، چې خلک يې له کلونو راهیسې پيل ته په تمه وو.
په دې موده کې د سترو سیمهییزو پروژو د پيل تر څنګ اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د هېواد د ځانبسیاینې په موخه جدي کار کړی او د لویو پروژو، اوبو مهارولو او سړک جوړونې په برخو کې یې د پام وړ هڅې کړې دي.
په تېرو څلورو کلونو کې د قوشتیپې، ټاپي، ټاپ، کاسا زر او له تورغونډۍ څخه تر هرات او هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ په څېر د سترو پروژو چارې پيل شوې دي.
- ځینې نورې سترې پروژې چې چارې یې بشپړې شوې او یا هم تر کار لاندې دي:
- د شاه او عروس بند د چارو بشپړول او ګټې اخیستنې ته سپارل
- د کمال خان بند د چارو بشپړول او ګټې اخیستنې ته سپارل
- د پاشدان بند د چارو بشپړول او ګټې اخیستنې ته سپارل
- د هرات-کابل د لويې لارې ترمیم
- د سالنګ تونل د لومړۍ برخې او ګالریو ترميم
- د کابل-جلال اباد د دویم سړک د جوړولو د چارو پيل
- د کابل-کندهار سړک د لومړي لین بشپړول
- د کابل-لوګر سړک د چارو د پیل تر څنګ لسګونه نورې لويې او کوچنۍ پروژې په هېواد کې پيل شوې دي.
د اقتصاد وزارت بیا وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري د سترو سیمهییزو او په کور دننه د لویو او کوچنیو پروژو په پیل سره د هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ پرمختګ شوی، د بېوزلۍ کچه راټیټه شوې او زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د اقتصادي چارو د شنونکو په اند، اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د بشپړ امنیت په ټینګولو سره دې ته زمینه برابره کړې، چې سترې سیمهییزې پروژې پیل شي، د هېواد اقتصاد چټکه وده وکړي او نړیوال پانګوال افغانستان کې پانګونې ته لېواله شي.
اسلامی امارت واک ته له رسېدو سره سم له سیمې او نړۍ سره په اقتصادي ډګر کې خپله تګلاره اقتصاد محوره اعلان کړه، چې پر بنسټ یې په تېرو څلورو کلونو کې د سترو سیمهیيزو پروژو پلي کولو ته لاره هواره شوه.
دغهراز نړیوال سترپانګوال هم لېواله دي، چې په افغانستان کې د برېښنا او کانونو په برخه کې په میلیاردونو ډالر پانګونه وکړي.

