ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېرو څلورو کلونو کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیاسي او ډیپلوماټيکې اړیکې پراخه شوې

اسلامي امارت څلور کاله وړاندې د افغانستان حاکمیت ترلاسه کړ. هم‌مهاله نړۍ له کابل سره سیاسي اړیکې په ټپه ودرولې او نړیوالو سازمانونو هم خپل فعالیتونه بند کړل. اسلامي امارت د خپل متوازن سیاست پر مټ بېرته له سیمې او نړۍ سره اړیکې جوړې او پراخه کړې او یوناما، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې فعالیت پيل کړ.

پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته په څلورو کلونو کې له ګاونډیو او د سیمې او نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخه شوې.

روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده او پینځو هېوادونو په رسمي توګه د افغانستان نوي سفیران ومنل، چې په نړۍ کې د افغانستان د فعالو سفارتونو او استازولیو شمېر ۴۱ ته ورسېد.

په دې موده کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د دوحې بهیر او د ملګرو ملتونو په ګډون لویې نړیوالې ناستې وشوې، چې د یو شمېر هېوادونو استازو له افغانستان سره د بشري مرستو تر څنګ له اسلامي امارت سره پر تعامل او مثبت دریځ ټینګار وکړ.

په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي امارت لوړ پوړو مسولینو متحده عربي اماراتو، ترکیې، ایران، پاکستان، قطر، عمان، روسیې، ترکمنستان او د چین په شمول یو شمېر هېوادونو ته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه سفرونه کړي او تر څنګ یې په یو شمېر نړیوالو غونډو کې ګډون او ویناوې کړې دي.

کابل د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار کنفرانس کوربتوب کړی او د قطر، روسیې، اوزبیکستان، تاتارستان، پاکستان، ایران او امریکا په ګډون د یو شمېر هېوادونو لوړ پوړي پلاوي هم د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه کابل ته راغلي دي.

په کابل کې د هېوادونو د فعالو سفارتونو او استازولیو شمېر ۲۳ ته رسېدلی او المان ته د ‌ډیپلوماټانو د لېږلو تر څنګ د پینځو هېوادونو له لوري په رسمي توګه د اسلامي امارت د سفیرانو په منلو سره د افغانستان د فعالو سفارتونو او استازولیو شمېر ۴۱ ته لوړ شوی دی.

همدارنګه د امریکا حکومت د اسلامي امارت د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني تر څنګ، د عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني پر سر اېښودل شوې جایزې لرې کړې. روسیې، قرغېزستان او قزاقستان د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له لېست څخه وایست او روسیې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده.

اسلامي امارت د امریکا او لوېدیځ په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره په دوه اړخیز درناوي ولاړو اړیکو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې هېوادونه دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په برخه کې د روسیې لاره وڅاري.