ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت: تر دې دمه د کانونو په سکټور کې ۱۷۰ زره هېوادوال په کار بوخت دي

ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، اوسمهال په هېواد کې د لوی مقیاس ۲۹ او کوچني مقیاس ۱۷۵ کانونو د اکتشاف او کیندنې چارې روانې دي.

یاد معاونیت زیاته کړې، په دې کانونو کې سرپنټین، کرومایټ، تالک، سره زر، ګچ، چونه، مالګه سرب، جست، کلیست، رخام، ټراورټین، ډبرو سکاره، یاقوت، سیمنټو خام مواد، باریت، اوسپینه، مس او داسې نور منرالونه شامل دي.

د یاد معاونیت په وینا، د کانونو په پروژه کې په ټولیز ډول شاوخوا ۱۷۰ زره هېوادوال په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.