د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې د خیبر پښتونخوا د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله د رامنځته شويو تلفاتو په اړه ژوره خواشینې ښودلې ده.
یاد وزارت د “دې غميزې” له امله د قربانيانو له کورنيو، ټول ولس او حکومت سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د الله تعالی له دربار څخه یې د ټولو قربانیانو لپاره د رحمت، د ټپیانو لپاره د بېړنۍ بشپړې روغتیا او د کورنیو لپاره د صبر او تسلیت غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، په تېرو دوو شپو او ورځو کې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۰۷ کسانو ته رسېدلی دی.
په مړو شویو کسانو کې ۱۵ ښځې او ۱۳ ماشومان هم شامل دي.
سربېره پر دې له سېلابځپلو سره د مرستې په موخه خیبر پښتونخوا ته یوه لېږل شوې چورلکه هم لوېدلې، چې له امله یې پینځو کسانو ژوند بایللی دی.

