د افغانستان برېښنا شرکت او د اوزبیکستان د انرژۍ وزارت تر منځ د ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا لېږد او وېش د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
دغه تړونونه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف په حضور کې لاسلیک شول.
د یادو تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، چې په دې تړونونو کې د ۲۱۰ کیلو مټرو په اوږدوالي د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو سربېره د الوان دښتې او ارغندي سبسټېشنونو د ظرفیت لوړول او له ارغندي سبسټېشن څخه ننګرهار ته د ۲۲۰ کیلو ولټ مزی غځول او هلته ورته د شیخ مصري سبسټېشن جوړول شامل دي.

